تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د ایران، پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د چارواکو غونډه؛ د کړکېچ پر کمولو ټینګار

تهران(وېب نیوز)د ایران، پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د لوړپوړو چارواکو ګډه غونډه په تهران کې پای ته ورسېده. په غونډه کې د سیمې د کړکېچ پر کمولو، د خبرو اترو پر پراختیا او د ستونزو د سوله‌ییز حل پر لارو چارو خبرې وشوې. په غونډه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان د پوځ مشر فیلډمارشل عاصم منیر، د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان، د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم قالن او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ګډون کړی و. پزشکیان ټینګار وکړ چې د اختلافاتو پر ځای باید ګډو ګټو ته پام وشي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د غونډې وړاندیز فیلډمارشل عاصم منیر د ایران د خپل وروستي سفر پر مهال کړی و.