تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د اېن اېف سي ایوارډ او د ولسي حقونو لپاره د جمعیت علما اسلام خدمتونه تاریخي دي، مولانا عبدالواسع

کوټه(ویب نیوز)د جمعیت علما اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع او صوبايي عمومي منشي اغا محمود شاه ویلي، چې په بلوچستان کې بې‌روزګاري، ناامني، ترهګري او د ګاز او برېښنا کمښت د اندېښنې وړ دي. د دوی په وینا، بلوچستان له طبیعي زېرمو سره سره له لومړنیو اسانتیاوو محروم دی او ځوانان د کار د فرصتونو د نشتوالي له امله ناهیلي شوي دي. مشرانو د ولسي حقونو، د صوبايي زېرمو پر واک او د ریښتیني جمهوري نظام لپاره د خپلې مبارزې د دوام اعلان وکړ.