کوټه(ویب نیوز)پخواني اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوچ ویلي، بلوچستان له سخت مالي بحران سره مخ دی او ان د دولتي دفترونو د لومړنیو لګښتونو لپاره هم د پیسو کمښت شته. هغه ټینګار وکړ چې د اېن اېف سي ایوارډ له مخې د بلوچستان د ونډې د احتمالي کمولو پر ضد باید ټول سیاسي او پارلماني ګوندونه په ګډ دریځ سره ودرېږي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که ګډ او اغېزمن دریځ خپل نه شي، ښايي صوبه د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره هم هره میاشت اسلامآباد ته سترګې په لار وي.
