کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د بېروزګاره کسانو اتحادیې د اېف سي سویل د عمومي مشر له خوا د تېلو وړونکو کوچنیو موټرو څخه د باج اخیستنې په تور د ښکېلو کسانو پر ضد د اقدام اعلان وستایه او د قلات ولسوالۍ د سنګداس پولیسو پوستې په ګډون یې په نورو ځایونو کې د ناقانونه پیسو اخیستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د اتحادیې ویاند وویل، ګڼ ځوانان د بېروزګارۍ له امله د دغو موټرو په وسیله د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي. نوموړي د شکایتونو د بېطرفه څېړنې او د ښکېلو کسانو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه وکړه.
