تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د سریلانکا ساحل ته نږدې ۴۰ ایراني سمندري کارکوونکي وژغورل شول

کولمبو(وېب نیوز)د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد سوېل ختیځ ساحل ته نږدې هغه ۴۰ ایراني سمندري کارکوونکي ژغورل شوي چې طبي مرستې ته یې اړتیا لرله. د چارواکو په وینا، د ایراني بېړیو له خوا د بېړنۍ مرستې پیغام ترلاسه شوی و او په کولمبو کې د ایران سفارت د ژغورنې عملیات تنظیم کړي وو. سریلانکا ویلي، له دغو کسانو سره مرسته د نړیوالو قوانینو له مخې د دغه هېواد له مسوولیتونو سره سمون لري.