تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د مصر پارلمان د سعودي عربستان د دفاع لپاره د پوځي مرستې اجازه ورکړه

قاهره(وېب نیوز)د مصر پارلمان د سعودي عربستان د دفاع لپاره د پوځي مرستې منظوري ورکړې ده. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له پارلمان څخه دا اجازه د یمن د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې غوښتې وه. السیسي څرګنده کړې چې د مصر ملاتړ به د سعودي عربستان د خاورې او سرحدونو تر دفاع محدود وي او پر یمن په بریدونو کې به برخه نه اخلي. د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي هم د شخړې د ډیپلوماټیک حل لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.