کوټه(ویب نیوز)د افغان قومي موومنټ مرکزي مشر احمد خان ویلي، چې د ولس په انتخاب کې لاسوهنې او ناسمو تګلارو د پاکستان جمهوري ادارو او ملي باور ته زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د رایې پر ځای د زور کارولو دود سیاسي نظام کمزوری کړی او هېواد یې له بحرانونو سره مخ کړی دی. نوموړي د محکومو قومونو د حقونو د ساتنې، د جمهوري ارزښتونو د درناوي او د هغو تګلارو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه چې د خلکو حقونه او ملي یووالی زیانمنوي.
