تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

عاصم منیر، د سعودي عرب دفاع وزیر او ترکي لوړپوړو چارواکو له ایراني ولسمشر سره د پلاوو په کچه خبرې وکړې

کوټه(وېب نیوز)د ایران په پلازمېنه تهران کې د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې لوړپوړو چارواکو د ایران له مشرانو سره د سیمې د سولې، امنیت او دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په دې کتنه کې فیلډ مارشل عاصم منیر، د سعودي عرب د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان، ترکي چارواکي، د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضایي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون لوړپوړو چارواکو ګډون درلود. د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، څلورو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو پر دوام هوکړه وکړه. ایراني ولسمشر د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي او پیوستون ملاتړ وکړ. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د دې غونډې وړاندیز د فیلډ مارشل عاصم منیر د ایران د سفر پر مهال شوی و. د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دا لیدنه په سیمه کې د کړکېچ د کمولو او د ستونزو د ډیپلوماټیک حل لپاره د هڅو یوه برخه بللې ده.