مسکو(وېب نیوز)د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ګاز صادرونکو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شوی دی. کرملین ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سېشنبې په ورځ له پزشکیان او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وګوري. پزشکیان ویلي، له روسیې سره د ایران اړیکې ښې دي او ورځ تر بلې پراخېږي.
