کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان حکومت د صوبايي کابینې له منظورۍ دوه میاشتې وروسته هم له پاسکو څخه د غنمو پېرودل نه دي پیل کړي، چې له امله یې د غنمو او اوړو د بیو او رسد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د اوړو کارخونو د مالکانو په وینا، د ۱۰۰ کیلو غنمو بوجۍ بیه ۱۴ زره روپیو او د ۱۰۰ کیلو اوړو بوجۍ بیه ۱۶ زره او ۳۰۰ روپیو ته رسېدلې ده. د غنمو په پېرودلو کې ځنډ ښايي د کم عاید لرونکو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
