تازه خبرونه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د اېف ډبلیو او پر فعالیتونو د اعلی وزیر نیوکه؛ پر اېن اېچ اې هم پوښتنې

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په صوبه کې د فرنټیر ورکس ارګنایزېشن له فعالیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له دغه ادارې سره د کار تجربه ښه نه وه او په ځینو جوړو شویو سړکونو کې خرابوالی راغلی دی. د هغه په وینا، پروژې فرعي قراردادیانو ته سپارل کېږي، چې له امله یې د کار پر کیفیت پوښتنې راپورته کېږي. پخواني اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوچ هم د نېشنل هایوې اتهارټۍ پر فعالیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ادارې د پروژو مشران بلوچستان ته نه راځي او اداره په صوبه کې اغېزمن کار نه کوي.