کوټه(ویب نیوز)د مسلم لیګ (ن) بلوچستان عمومي منشي او د ملي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ ویلي، چې په ډیجیټلي پېر کې د ناسمو او ګمراه کوونکو خبرونو د مخنیوي لپاره د معلوماتي پوهاوي پراختیا اړینه ده. هغه له خلکو وغوښتل چې د هر خبر له خپرولو مخکې یې کرهوالی معلوم کړي. د نوموړي په وینا، حکومتي ادارې، تعلیمي بنسټونه، رسنیزې ټولنې او مدني ټولنه باید په ګډه د کره معلوماتو، انتقادي فکر او مسوولانه رسنیز چلند د ودې لپاره کار وکړي.
