کوټه(ویب نیوز)د کوټې د سبزل سړک په پوده ګلي چوک کې د پیسو د راکړې ورکړې پر سر د مری قبیلې د دوو لورو ترمنځ په ډزو کې درې رښتیني وروڼه، باسط، منظور احمد او صادق، وژل شوي او آصف نومی کس ټپي شوی دی. د پولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو عمرونه شاوخوا ۲۰، ۴۸ او ۴۰ کاله وو. مړي او ټپي د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
