بېجینګ(وېب نیوز)د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې له هند سره د سرحدي سولې او ثبات ساتلو لپاره همکارۍ ته چمتو دی. دغه څرګندونې د اروناچل پردېش په سیمه کې د چینايي او هندي پوځیانو ترمنځ د تازه ترینګلتیا د راپورونو په غبرګون کې شوې دي. د وزارت ویاند ګو جیاکون ویلي، دواړه هېوادونه د ډیپلوماټیکو او پوځي لارو له لارې له یو بل سره اړیکې لري. چین له هند څخه غوښتي چې دوهاړخیزو تړونونو ته ژمن پاتې شي او د سرحدي ثبات لپاره عملي ګامونه واخلي.
