تازه خبرونه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د اکتوبر ۲۷مه د کشمیر توره ورځ ده، د بلوچستان اعلی وزیر

کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د کشمیر د تورې ورځې په مناسبت له کشمیري ولس سره پیوستون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د اکتوبر ۲۷مه د کشمیریانو په تاریخ کې توره ورځ ده. نوموړي وویل، د پاکستان او بلوچستان ولس د کشمیریانو د خپل برخلیک د ټاکلو له حقه ملاتړ کوي او د کشمیر مسئله باید د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو او د کشمیري ولس د غوښتنو مطابق حل شي. هغه په اشغال شوي کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د سیاسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ د دوام ډاډ یې ورکړ.