کوټه(وېب نیوز)د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سېنېټر مولانا عبدالواسع ویلي، دیني مدرسې د پاکستان د مذهبي، علمي او کلتوري هویت مهمه برخه ده او پر ضد یې بېبنسټه تورونه باید بند شي. نوموړي وویل، مدرسې میلیونونو ماشومانو ته دیني زدهکړې او روزنه ورکوي، نو د حساسو موضوعاتو په اړه باید د حقایقو او مسؤلیت خیال وساتل شي. هغه د روڼتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ادارو د مالي سرچینو، لګښتونو او فعالیتونو په اړه هم حساب ورکول اړین دي.
