تازه خبرونه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د سعودي عربستان پر راس تنوره د تېلو پر تصفیه‌ځای د توغندیز برید د حوثیانو ادعا

صنعاء (وېب نیوز) د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې ځواکونو یې د سعودي عربستان په ختیځ ولایت کې د راس تنوره د تېلو پر تصفیه‌ځای بالستیک توغندی توغولی، چې د نوموړي په وینا، هدف یې ویشتلی او هلته اور لګېدلی دی. سعودي چارواکو سمدستي د دې ادعا پخلی یا رد نه دی کړی. تر دې مخکې د سعودي په مشرۍ ائتلاف ادعا کړې وه چې د سعودي پر لور یې څلور بې‌پیلوټه الوتکې او درې بالستیک توغندي شنډ کړي دي. دا پېښې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د پوځي کړکېچ د زیاتېدو پر مهال رامنځته شوې دي.