تهران (وېب نیوز) اسرائیلي ورځپاڼې «اسرائیل هایوم» ادعا کړې چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان تهران ته د دې لپاره سفر کړی، چې له حوثیانو سره روانه جګړه پای ته ورسول شي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د وړاندیز شوي تفاهم له مخې به ریاض د ایران په منځګړیتوب حوثیانو ته یو میلیارد ډالر ورکړي. راپور ادعا کوي چې دغه پیسې د هرکولیس پوځي ترانسپورتي الوتکې له لارې ایران ته وړل شوې وې، خو سعودي چارواکو د پیسو د لېږد ادعا نه ده تایید کړې. د راپور له مخې، په مذاکراتو کې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن او د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هم ګډون درلود. د ایران په پلاوي کې ولسمشر مسعود پزشکیان، محسن رضایي او د پاسداران انقلاب لوړپوړي چارواکي شامل وو. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سفر موخه د کړکېچ کمول، د سیاسي حل ملاتړ او د قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅو پیاوړتیا ده. راپور زیاتوي چې د احتمالي تفاهم له مخې به سعودي عربستان د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو او د ملکي بنسټونو د بیارغونې لپاره مالي مرسته وکړي، په دې شرط چې حوثیان بریدونه ودروي. خو د یو میلیارد ډالرو د ورکړې او په پوځي الوتکه کې د پیسو د لېږدولو ادعا لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
