مسکو (وېب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسکو کې د ګاز صادرونکو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي دي. د ایراني او قطري چارواکو په وینا، په لیدنو کې د منځني ختیځ پر وضعیت، د هرمز تنګي، د انرژۍ پر رسولو او د مذاکراتو پر پرمختګ خبرې شوې دي. پوتین هیله څرګنده کړې چې په سیمه کې به کړکېچ کم شي، خو پزشکیان امریکايي بندیزونه او پوځي مداخلې د نړۍ د انرژۍ د بازار د ثبات لپاره ګواښ بللی دی. نوموړي د ایران او روسیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، علمي، کلتوري او دفاعي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
