تازه خبرونه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

عمران خان په ګډون ټول بندیان به نوې ماډل زندان ته لېږدول کېږي، عطا تارړ

اسلام اباد (وېب نیوز) د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ ویلي، کله چې د اسلام اباد نوی ماډل زندان په بشپړ ډول فعال شي، نو د ټولو بندیانو د لېږد پرېکړه به د اسلام اباد اداره کوي، چې په هغوی کې به د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان هم شامل وي. نوموړي له سماء ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، په تهران کې غونډه د پاکستان ستره بریا ده او د فیلډ مارشال عاصم منیر د هڅو په پایله کې اسلامي نړۍ په یوه ځای کې راټوله شوه. د هغه په وینا، د سولې لپاره د پاکستان هڅې په نړیواله کچه ستایل کېږي. عطا تارړ زیاته کړه چې د اساسي قانون د ۲۸م تعدیل په اړه لا سلا مشورې نه دي پیل شوې. نوموړي د خیبر پښتونخوا حکومت په اړه ادعا وکړه چې دا موضوع پای ته رسېدلې او د اعلی وزیر سهیل اپرېدي سیاسي راتلونکی یې له تیارو ډک وباله.