اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ـ۲۰۲۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې، یعنې د جولای څخه تر سپټمبر پورې، له نهو سیمهییزو هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر ۲۶.۶۲ سلنه زیات شوی او ۴.۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. د دغو هېوادونو لپاره د پاکستان صادرات ۶.۷۲ سلنه کم شوي او شاوخوا ۹۴۲.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، خو واردات ۱۹.۷۹ سلنه زیات شوي او ۵.۹۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې لوی کموالی ثبت شوی، چې یو لامل یې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ځنډېدل بلل شوي دي. له چین سره هم صادرات او هم واردات زیات شوي دي. سوداګریز کارپوهان د صادراتو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه د ګاونډیو هېوادونو پر لور د لارو تړل یادوي.
