لاهور (وېب نیوز) د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په پنځمه لوبه کې سریلانکا پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله. په لاهور کې د قذافي لوبغالي په دې سیالۍ کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه، خو ټوله لوبډله یې په ۲۵.۳ اورونو کې په ۱۱۰ منډو وسوځېده. بابر اعظم ۲۹، حسن نواز ۱۷ او کپتان شاهین شاه اپرېدي ۱۵ منډې جوړې کړې. د سریلانکا دلشن مدوشنکا پنځه وېکټې واخیستې. په ځواب کې سریلانکا ټاکلی هدف په ۱۹م اور کې د دوو وېکټو په زیان ترلاسه کړ. کمنډو مېنډس ۶۲ ناسوځېدلې او پوون رتنائیکې ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. له دې بریا سره سریلانکا پایلوبې ته ورسېد او له انګلستان سره یې د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه یوازې تشریفاتي پاتې شوه.
