تازه خبرونه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶

پر ایران امریکايي بندیزونه او محاصره د نړۍ د انرژۍ لپاره ګواښ دي، پزشکیان

مسکو (وېب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې پر ایران د امریکا یو اړخیز بندیزونه او هوايي او سمندري محاصره د نړۍ د انرژۍ امنیت او د بازارونو ثبات له خطر سره مخ کوي. نوموړي په مسکو کې د ګاز صادرونکو هېوادونو غونډې ته په وینا کې وویل چې په فارس خلیج کې پوځي مداخلې د انرژۍ پر بیو، رسولو او لېږد اغېز کوي او پایلې یې د نړۍ پر اقتصاد هم اغېزمنېږي. پزشکیان د ایران، روسیې او نورو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د انرژۍ په برخه کې د ګډې تګلارې پر جوړولو ټینګار کړی دی.