بولان(وېب نیوز)د کچهي ولسوالۍ د بالاناړۍ سیمې د حاجي تاج په کلي کې د یوه سړي په ډزو کې د هغه مېرمن او درې واړه ماشومان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، تورن شبیر احمد لاشاري له پېښې وروسته تښتېدلی او مړي د قانوني چارو لپاره د سبۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. د کورنۍ سرچینو د تورن د رواني حالت په اړه ادعا کړې، خو پولیسو قضیه ثبت کړې او د هغه د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
