اسلام اباد، کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په بلوچستان کې د امن او امان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او د صوبايي حکومت پر کړنو یې پوښتنې راپورته کړې دي. نوموړي په ملي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل، په کوټه کې د خرابو حالاتو له امله د هغه د ګوند غړي د عمومي شورا په غونډه کې ګډون نه شي کولای. مولانا فضل الرحمن دغه وضعیت په بلوچستان کې د امن او امان له ستونزو سره وتاړه او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یې د حکومتي اقداماتو په اړه پوښتنې وکړې. د نوموړي په وینا، ناامني نه یوازې د خلکو پر ورځني ژوند، بلکې پر سیاسي فعالیتونو او د ګوندي غونډو په ترسره کېدو هم اغېز کوي.
