کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د ښوونځیو د زدهکړو سکرتر حاجي لعل جان جعفر ویلي، د زدهکړو پرمختګ د حکومت لومړیتوب دی او د لوستي بلوچستان جوړول د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي لیدلوری دی. نوموړي د کوټې په ۲۰ ټاکل شویو دولتي ښوونځیو کې د ښوونځیو د ښهوالي د پروژې لپاره د مرستو چکونه ووېشل. د کلی رحمدین دولتي لومړنی ښوونځی هم په ټاکل شویو ښوونځیو کې شامل دی. هغه له ښوونکو او د والدینو له کمېټو وغوښتل چې مرستې په شفاف او اغېزمن ډول ولګوي.
