اسلام آباد (ویب نیوز) د سېنېټ د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس پوښتنه کړې چې د سیاستوالو په بېدرناوي د چا خدمت کېږي؟ نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل، د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي او ده له لومړۍ ورځې پر دې ټینګار کړی چې ټول اړخونه دې سره کښېني او خبرې اترې دې وکړي. د هغه په وینا، سیاسي لاره د ستونزو یوازینی حل دی؛ نو حکومت، ټول اړوند اړخونه او د وکیلانو شوراګانې دې د هېواد د اساسي قانون د حاکمیت د بېرته ټینګښت لپاره ګډې پرېکړې وکړي. راجا ناصر عباس وویل، پر ولس د اقتصادي بار د کمولو حل هم په خبرو او ګډ تفاهم کې دی، او هېواد باید د یوه جمهوري حکومت له جوړېدو او د ازادو او رڼو ټاکنو وروسته مخ پر وړاندې ولاړ شي. نوموړي زیاته کړه چې که سیاسي اتفاق رامنځته شي، د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو لاره هم هوارېدای شي او د هېواد حالات به ښه شي. هغه خبرداری ورکړ چې که سولهییزه سیاسي لاره غوره نه شي، پارلمان کمزوری پاتې شي، پر اساسي قانون عمل ونه شي او قضایه قوه خپل اغېزناک رول ادا نه کړي، نو ولس به سړکونو ته راوځي. د نوموړي په وینا، پاکستان د داسې وضعیت زغم نه لري؛ له همدې امله باید ټول اړخونه خبرو اترو ته کښېني.
