تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د مولانا فضل الرحمن د وینا د خپرېدو بندېدو ته د جمعیت علما اسلام غبرګون

کوټه (وېب نيوز) د جمعیت علما اسلام بلوچستان مشر سناتور مولانا عبدالواسع په ملي اسمبلۍ کې د مولانا فضل الرحمن د وینا پر مهال د غږ بندېدو او ژوندۍ خپرونې درېدلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي، د سیاسي دریځ ځواب په خپرونه بندولو ورکول د ولسواکۍ او د بیان د ازادۍ خلاف دي. نوموړي غوښتنه کړې چې د پېښې وضاحت دې ورکړل شي او منتخب استازو ته دې د خپل دریځ د څرګندولو بشپړ فرصت ورکړل شي.