تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د پټرولیم توکو د بیو پرله‌پسې لوړول د خلکو پر ضد اقدام دی: افغان قومي غورځنګ

کوټه (وېب نيوز) افغان قومي غورځنګ د پټرولیم توکو د بیو پرله‌پسې لوړوالی او ګراني د خلکو پر ضد اقدام بللی او ویلي یې دي چې د بېوزلو او منځني قشر لپاره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول ستونزمن شوي دي. غورځنګ فساد اقتصادي ترهګري بللې او د له منځه وړلو لپاره یې د سختو قوانینو او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې ده. په بیان کې پر حکومت ټینګار شوی چې د بېوزلۍ، ګرانۍ او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.