تازه خبرونه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶

پر جعفر اېکسپرېس دوه راکټي بریدونه او ډزې؛ مسافر خوندي پاتې شول

ډېره مراد جمالي (وېب نيوز) د نوتال تاڼې په حدودو کې خالق آباد ته نږدې پر جعفر اېکسپرېس دوه راکټونه توغول شوي او ډزې هم پرې شوې دي، خو په اورګاډي کې سپاره ټول مسافر خوندي پاتې شوي دي. د پولیسو د سرچینو په وینا، نامعلومو کسانو د اورګاډي د په نښه کولو هڅه کړې، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. د پېښې په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.