کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي پر نوشکي د نجونو پر کالج برید غندلی او ویلي یې دي چې پر نجونو زدهکوونکو برید د بلوڅو له دودونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی. د هغه په وینا، په برید کې درې زدهکوونکې ټپیانې شوې دي او درملنه یې روانه ده. نوموړي ویلي، حکومت به تعلیمي ادارې بندې نه کړي او برید کوونکي به قانون ته وسپاري. هغه د ټپیانو د حوصلې لوړولو لپاره په کوټه کې د اېس بي کې ښځینه پوهنتون او د نوشکي کالج په همکارۍ د سپورټي مېلو د جوړولو اعلان هم کړی دی.
