کوټه (وېب نيوز) د نېشنل ګوند د مرکزي ویاند علي احمد لانګو په مشرۍ یوه پلاوي د سوئي سدرن ګاز شرکت د بلوچستان له عمومي مدیر سره په لیدنه کې د ګاز کمښت، ټیټ فشار، اوږده لوډشیډنګ، زیاتو بلونو او د نویو نښلونکو د نه ورکولو ستونزې مطرح کړې دي. پلاوي غوښتنه کړې چې په کلی عالم خان، کلی شابو، عیسی نګري او کلی رند آباد کې د ګاز رسونه ښه شي او په کلی کوتوال کرسچن کالوني او بشیر مسیح آباد فېز دویم کې خلکو ته د ګاز نښلونې ورکړل شي. د شرکت عمومي مدیر د ستونزو د حل لپاره د اقداماتو ډاډ ورکړی دی.
