کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آی اېس پي آر ویلي، د بلوچستان په کچهي او وډھ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نهه ترهګر وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په کچهي کې اووه ترهګر وژل شوي او پټنځای یې له منځه وړل شوی، په داسې حال کې چې په وډھ کې دوه نور ترهګر وژل شوي دي. د عملیاتو پر مهال وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د سیمو د پاکولو عملیات روان دي.
