کوټه (وېب نيوز) ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د دغه هېواد په جنوبي کرمان ولایت کې یې د اسرائيل پلوه یوې ادعا شوې شبکې پنځه غړي نیولي دي. د تسنیم خبري اژانس له مخې، سیمهییز څارنوال مهدي بخشي ویلي، چې د سپاه پاسداران استخباراتي ادارې له څلورو میاشتو څېړنو وروسته د دغې شبکې غړي موندلي دي. چارواکي ادعا کوي، چې شبکې له اسرائيلو لارښوونې ترلاسه کولې او له ځینو اروپايي پارلماني غړو سره یې هم اړیکې لرلې. څېړنې لا روانې دي.
