تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

ایران ته په خپله خوښه نه ځم، لومړي وزیر ځانګړې دنده سپارلې ده: محسن نقوي

کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په سنا مجلس کې ویلي، چې ایران ته په خپله خوښه نه ځي، بلکې لومړي وزیر ورته ځانګړې دندې سپارلې دي. د نوموړي په وینا، د ده سفر د ایران پر ضد د امریکا او اسرائيلو له جګړې وروسته له رامنځته شوي وضعیت سره تړاو درلود، نه له کوم دفاعي تړون سره. د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د پوښتنو په ځواب کې په سنا مجلس کې لفظي شخړه هم رامنځته شوه.