تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

خواجه آصف دې وضاحت وکړي، د مولانا د برخې خبره د هغه په شتون کې شوې وه؟ کامران مرتضی

اسلام‌آباد/کوټه کوټه (وېب نيوز) د جمعیت علمای اسلام سناتور کامران مرتضی د دفاع وزیر خواجه آصف د مولانا فضل الرحمان په اړه د بیان په تړاو وضاحت غوښتلی او پوښتنه یې کړې، چې ایا د مولانا ته د برخې نه ورکولو خبره د خواجه آصف په شتون کې شوې وه؟ هغه له رسنیو سره په خبرو کې پر واکمنانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د ډیموکراټیک غورځنګ د واکمنۍ پر مهال د شویو پرېکړو مسؤلیت د هغه وخت پر لومړي وزیر او کابینې دی. د هغه په وینا، که دا موضوع د احتساب ملي ادارې ته ځي، نو اړوند مشران هم باید ځواب ووايي.