کوټه (وېب نيوز) د اسرائيل ولسمشر اسحاق هرزوګ په ټاکنو کې د بهرنۍ لاسوهنې د ادعاوو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې، خو خبرداری یې ورکړی، چې ټوله عربي ټولنه باید د دغو تورونو له امله ملامته نه شي. د عربي ګوندونو اتحاد جواینټ لېسټ د نتنیاهو او د هغه د متحدینو د درغلیو تورونه رد کړي او هغه یې پاروونکې سیاسي مبارزه بللې ده. د لومړنیو پایلو له مخې، عربي ګوندونه ښايي ۱۹ څوکۍ ترلاسه کړي.
