تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د اسرائيل ټاکنې؛ د نتنیاهو اتحاد مخکې دی، خو اکثریت نه لري

کوټه (وېب نيوز) د اسرائيل په ټاکنو کې د ۹۷ سلنه رایو له شمېرلو وروسته اټکل کېږي، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لیکود ګوند او د هغه ښي اړخي او مذهبي متحدین به په ۱۲۰ کسیزه پارلمان کې ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړي. د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د اپوزېسیون اتحاد ته د ۴۸ څوکیو اټکل شوی دی. عربي ګوندونه چې ښايي ۱۹ څوکۍ وګټي، د حکومت په جوړولو کې مهم رول لوبولای شي. د غیرحاضرو رایو له شمېرلو او د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته به ولسمشر اسحاق هرزوګ له سیاسي ګوندونو سره مشورې وکړي.