کوټه (وېب نيوز) امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ایران د سترې ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ته لیک استولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. د راپور له مخې، په لیک کې د ایران د اټومي موضوع په اړه خبرې مهمې بلل شوې او د مخامخ مذاکراتو وړاندیز هم شوی دی. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې لیک له ایران سره د درملو او طبي وسایلو د مرستې په اړه و. د لیک د موخې او احتمالي خبرو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
