کوټه کوټه (وېب نيوز) د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د بلوچستان په ډېرو ولسوالیو کې د وچې هوا اټکل شوی، خو په شمالي او غرنیو سیمو کې به سهار او شپه یخني دوام ولري. د راپور له مخې، په زیارت کې لږ تر لږه تودوخه درې، په قلات کې څلور، په کوټه کې شپږ، په چمن کې نهه او په ژوب کې ۱۱ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده. په ساحلي سیمو کې په ګوادر کې ۲۰ او په جیواني کې ۲۲ درجې تودوخه ثبت شوې ده. خلکو ته سپارښتنه شوې چې د سړو بادونو پر مهال احتیاط وکړي.
