قلعه سیف الله/لورالایي کوټه (وېب نيوز) د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان صوبایي مشر سناتور مولانا عبدالواسع ویلي، چې د مولانا فضل الرحمان سیاسي بصیرت او د ملي چارو په اړه دریځ د هېواد له اوسنیو کړکېچونو په وتلو کې مهم رول لوبولای شي. هغه له سیاسي ډلو غوښتي، چې شخصي اختلافات یوې خوا ته کړي او ملي ګټې، سیاسي ثبات، تعلیم او د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي. بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام صوبایي عمومي منشي آغا محمود شاه ټینګار کړی، چې سیاسي نیوکې باید د دلیل، حقایقو او اخلاقي اصولو په چوکاټ کې وشي.
