کوټه (وېب نيوز) د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د خور نورین نیازۍ وکیل د لاهور له مرستیال کمېشنر څخه غوښتنه کړې، چې د هغې د نظر بندۍ د مودې د غځولو حکم بېرته واخلي. د غوښتنلیک له مخې، نورین نیازۍ له ۳۸ ورځو راهیسې په کوټ لکهپت زندان کې ده او د زړه د تکلیف له امله روغتون ته لېږدول شوې وه. وکیل د کورنۍ او وکیلانو د لیدنې د نه اجازې موضوع هم راپورته کړې ده. د عمران خان خویندې د سپټمبر په میاشت کې د عامه نظم د قانون له مخې نیول شوې وې او وروسته یې د بند موده وغځول شوه.
