کوټه کوټه (وېب نيوز) د افغان قومي غورځنګ مشر احمد خان ویلي، چې د پښتنو سیمو د طبیعي سرچینو استحصال، د صنعتي اسانتیاوو کمښت، د ګاز او برېښنا نشتوالی او د سرحدي سوداګرۍ بندېدل مهم ملي مسائل دي. د هغه په وینا، د شخصي ګټو سیاست ګډ ملي اهداف زیانمن کړي او د پښتنو د ملي هویت او حقونو د ساتنې لپاره اړینه ده، چې نوی نسل له دغو ستونزو خبر شي. نوموړي له سیاسي مشرانو غوښتي، چې د شخصي او ګوندي ګټو پر ځای د خلکو حقونو، د سرچینو ساتنې او ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي.
