ګوادر کوټه (وېب نيوز) د ګوادر پوهنتون د بلوچستان د احتساب ملي ادارې تر سرپرستۍ لاندې د پوهنتونونو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د لنډ فلمونو په سیالۍ کې پرلهپسې دویم ځل لومړی مقام ترلاسه کړی دی. د محصل مقصود اکرم فلم «فساد ته نه ووایئ» ۹۴ نمرې اخیستې دي. د بلوچستان پوهنتون فلم دویم او د لورالایي پوهنتون فلم درېیم مقام خپل کړی دی. د ګوادر پوهنتون مرستیال رئیس پروفیسور ډاکټر عبدالرزاق صابر محصل ته مبارکي ورکړې او د فساد پر ضد د عامه پوهاوي هڅې یې ستایلې دي.
