تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

قطر له امریکا څخه د ګازو د پېرلو لپاره شل کلن تړون لاسلیک کړ

کوټه (وېب نيوز) د قطر دولتي انرژۍ شرکت «قطر انرژي» له امریکا څخه د مایع طبیعي ګاز د پېرلو لپاره شل کلن تړون لاسلیک کړی دی. د تړون له مخې، قطر به له ۲۰۳۰ کال څخه هر کال د امریکا د لويیزیانا ایالت له یوه شرکت څخه درې میلیونه ټنه ګاز اخلي. دا تړون په داسې حال کې شوی، چې د ایران پر ضد جګړې او د هرمز تنګي د تګ راتګ د محدودېدو له امله د قطر د ګازو تولید اغېزمن شوی دی.