کوټه (وېب نيوز) قطر په اسرائيلي ټاکنو کې د لاسوهنې او د ټاکنیزو پایلو د اغېزمنولو لپاره د مالي مرستو تورونه په کلکه رد کړي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې دا تورونه نه یوازې خندونکي، بلکې خطرناک هم دي. هغه زیاته کړې، چې قطر باید د اسرائيلي سیاستوالو د ناکامیو د پټولو لپاره قرباني ونه ګرځول شي. د اسرائيل ولسمشر اسحاق هرزوګ هم ټینګار کړی، چې څېړنې باید د ټولې عربي ټولنې پر اعتبار منفي اغېز ونه کړي.
