تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

په بلیده کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړ

کوټه کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د کېچ ولسوالۍ د میناز، بلیدې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ پر ضد پر وخت اقدامات د امن او د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین دي. نوموړي ویلي، چې د امن دښمنو عناصرو پر ضد به عملیات دوام ولري او امنیتي ادارې به د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې لپاره خپلې دندې ترسره کوي.