کوټه (وېب نيوز) د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز په تنګي کې درې تېل وړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې او اور یې اخیستی دی. د ایراني بیان له مخې، دغو بېړیو خپل رادار او د لارموندنې نظامونه بند کړي وو او د یوې غیرمجازې لارې د تېرېدو هڅه یې کوله. د بېړیو نومونه او د عملې وضعیت لا نه دي څرګند شوي او د دې ادعا خپلواکه تایید هم نه دی شوی. د برتانیا سمندري ادارې بیا په سیمه کې د یوې بېړۍ د اور اخیستو راپور تایید کړی دی.
