تازه خبرونه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶

په تېرپارکر کې د امبولانس د اور اخیستو له امله اته کسان مړه او پنځه ټپیان شول

کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د سند ایالت په تېرپارکر ولسوالۍ کې د لومړني روغتیايي مرکز په انګړ کې ولاړ امبولانس اور اخیستی، چې له امله یې لږ تر لږه اته کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. د لومړني راپور له مخې، ښايي اور د اکسیجن سلنډر د چاودنې له امله لګېدلی وي، خو څېړنې روانې دي. ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د شفافو څېړنو او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره یې د اغېزمنو خوندیتوب تدابیرو غوښتنه کړې ده.