دوکي کوټه (وېب نيوز) د دوکي ولسوالۍ په رباط سیمه کې د واده د ګډونوالو پکاپ موټر چپه شوی، چې له امله یې درې نجونې مړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ټپیان شوي دي. پولیس وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او دوه سخت ټپیان د لومړنۍ درملنې وروسته لورالایي روغتون ته استول شوي دي. موټرچلوونکي په لومړني بیان کې د پېښې لامل د سټیرنګ ناڅاپه بندېدل بللي، خو پولیس د پېښې په اړه څېړنې کوي.
